د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ او پیاوړتیا په موخه د رازي پراختیائي او ټولنیزې مؤسسې (RSDO) سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

nasrat_admin
Sun, Oct 22 2023 1:50 PM
mmd

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د رازي پراختیائي او ټولنیزې مؤسسې (RSDO) له سرپرست محترم عبدالناصر پویا تر منځ لاسلیک شو چې د هغه پر اساس به په هرات، غور او فراه ولایتونو کې څلور سوه او پنځه (۴۰۵) تنو مستحقو معلولینو ته د ویلچرونو د ویش، د نقدي مساعدتونو د ورکړې، د روزنیزو ورکشاپونو په لاره اچولو او همدارنګه د عامه پوهاوي په برخو کې خدمتونه وړاندې شي.

د يادونې وړ ده چې د يادې شوې پروژې ټوليز ارزښت یوشپیته زره اته سوه او څلویښت (۶۱۸۴۰) امريکايي ډالره دى، چې شپږو  میاشتو په موده کې به بشپړه شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS