د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت با صلاحیته پلاوي په غزني ولایت کې د شهیدانو د کورنیو لپاره د وقف شوې ځمکې د مساحت د تعیین او د رسمي تصرف چارې پیل کړې

nasrat_admin
Mon, Aug 21 2023 1:49 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان په مشرۍ با صلاحیته پلاوی چې په ترکیب کې یې د بشري سرچینو رئیس ښاغلی مولوي محمد موسی صدیقي، د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلی مفتي عبدالاحد مسعود، د مالي او حسابي چارو رئیس ښاغلی قاري محمد امین درویش او د اداري خدمتونو ریاست انجنیر ښاغلی اجمل هوډمن شامل وو، په غزني ولایت کې د شهیدانو د کورنیو لپاره د وقف شوې ځمکې د مساحت د تعیین او د رسمي تصرف چارې پیل کړې.

هغه پنځه سوه جریبه ځمکه چې د شهیدانو کورنېو ته د ښارګوټي جوړولو په موخه په غزني ولایت کې وقف شوې وه، یاد پلاوي د هغې عملي تصرف او د مساحت معلومولو چارې پیل کړې چې د یادې ځمکې ټول قانوني مراحل به تعقیبیږي او وروسته به د یوه مشخص میکانیزم پر بنسټ د کور او ښارجوړونې وزارت او د غزني ولایت ښاروالۍ په همغږۍ د نقشې جوړونې چارې پر مخ یوړل شي او بیا به د یادې ځمکې نمرې د یو منظم پلان له مخې د شهیدانو پر مستحقو کورنیو وویشل شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS