د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لزوم دید او د چارو د ښه پرمختګ په موخه د ځینو ریاستونو کارکوونکي تغییر او تبدیل شول دوشنبه د ۱۴۰۲ کال د چنګاښ ۱۲مه په هغه پروګرام کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو په ریاست کې جوړ شوی وو،

nasrat_admin
Mon, Jul 03 2023 3:53 PM
mmd

په هغه پروګرام کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو په ریاست کې جوړ شوی وو، په هغې کې د بشري سرچینو رئیس ښاغلي مولوي محمد موسی صدیقي، د شهیدانو چارو رئیس ښاغلي مولوي روح الله نصرت، د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي مفتي عبدالاحد مسعود او د دغه وزارت یو شمېر کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې پروګرام کې د نوموړي وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلي مولوي محمد موسی صدیقي په اداره کې تغییر او تبدیل یو اصل وګاڼه او د هغو کارمندانو په دندو کې چې تغییر او تبدیل رامنځ ته شوی وو، هغوی خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې خپل مسؤلیتونه په پوره اخلاص، ایماندارۍ، د دندو د کړنلارو او کاري پلان سره سم سرته ورسوي.

نوموړي همدا راز له دوی څخه وغوښتل چې د ادارې ټاکل شویو موخو او د شفاف سیسټم په رامنځ ته کولو کې خپلې ټولې شته منابع په کار واچوي تر څو هېوادوالو ته ارزښتناک او معیاري خدمتونه وړاندې شي.

په دې پروګرام کې د یاد وزارت د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي مفتي عبدالاحد مسعود هم خبرې وکړې او له کارکوونکو څخه یې وغوښتل چې خپلې ورسپارل شوې دندې په پوره اخلاص او ايماندارۍ سرته ورسوي او له بې ځایه تجسس او د نورو د عیبونو له پلټلو څخه په کلکه ډډه وکړي.

د دغه پروګرام په ترڅ کې د دعوت او ارشاد رياست مدرس ښاغلي مولوي عبدالمنان د خپلو خبرو په ترڅ کې کارکوونکو ته د ورسپارل شويو دندو د ترسره کولو د څرنګوالي په اړه وويل: د ورسپارل شويو دندو په اخلاص ترسره کول دنیوي او اخروي ستر اجر لري.

د پروګرام په پای کې د ځینو ریاستونو په چوکاټ کې تغییر او تبدیل شوي کارکوونکي معرفي شول.

د دعوت او ارشاد رياست د اجرائيه عمومي مدیر ښاغلی ضیاءالرحمن له څلورم بست څخه تنزیل او په پنځم بست کې د شهيدانو چارو په رياست کې د نظامي محاسبې د مدير په توګه وټاکل شو.

د دعوت او ارشاد رياست مدرس ښاغلی مولوي نورمحمد له دریم بست څخه تنزیل او د دعوت او ارشاد رياست د اجرائيه عمومي مدیر په توګه په څلورم بست کې وټاکل شو.

ښاغلی ابراهیم شاه خلیل د اداري خدمتونو آمریت څخه تبدیل او د ټولنیزو چارو خدمتونو په ریاست کې په دریم بست کې د معلولینو چارو حمایوی آمر په توګه وټاکل شو.

ښاغلی مولوي عبدالمنان د معلولینو چارو حمایوی آمریت څخه تبدیل او د دعوت او ارشاد په ریاست کې په دریم بست کې د مدرس په توګه وټاکل شو.

د تدارکاتو آمریت د ساختماني چارو پخوانی مسلکي غړى ښاغلی قاري شريف الله په دریم بست کې د خدماتو د آمر په توګه وټاکل شو.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS