د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال د یوه با صلاحیته پلاوي په مشرۍ په تخار ولایت کې د دغه وزارت اړوند ریاست کړنې او فعالیتونه په هر اړخیزه توګه وڅیړل

nasrat_admin
Tue, Jun 06 2023 8:21 AM
mmd

د یاد باصلاحیته پلاوي  په ترکیب کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان او همغږۍ رئیس ښاغلی سید محمد عظیم آغا، د داخلي تفتیش رئیس ښاغلی مولوي احسان الله حقاني د ولایتونو د همغږۍ او انسجام آمر ښاغلی مولوي سردار محمد، د معلولینو د حقونو د محاسبې آمر مولوي محمد ایوب او د دغه وزارت د اړوندو ریاستونو یو شمېر استازو چې مشري یې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال ښاغلی مولوي عبدالرزاق آخند کوي د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو ریاست کړنې او فعالیتونه یې په هر اړخیزه توګه وڅیړل.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرزاق آخند د دغه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د فعالیتونو او کړنو د ارزونې په ترڅ کې خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د دې پلاوي د سفر اصلي موخه د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته د خدمتونو د وړاندې کولو او هغوی ته د میاشتنۍ نغدي مرستو د څرنګوالي څېړنه او ارزونه ده تر څو ډاډ تر لاسه شي چې د شهیدانو وارثینو او معلولینو ستونزو ته پر وخت رسیدګي کیږي .

نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه: کله چې موږ خپلو هغو همکارانو ته ګورو چې سیرت او صورت یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو سره برابر وي، موږ ته خوښي راپه برخه کوي او ستاینه یې کوو.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان او همغږۍ رئیس ښاغلي سید محمد عظیم آغا هم  د یاد ریاست د ارزونې په ترڅ کې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، دغه پلاوی دې ولايت ته د يتيمانو، کونډو او معلولينو سره د مياشتنۍ نغدي مرستې د څرنګوالي په اړه د څېړنې او ارزونې په موخه راغلی دى. هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د یادو کسانو میاشتنۍ نغدي مرستې به پر خپل وخت ورکړل شي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال د تخار ولایت بنګي ولسوالۍ کې د شهیدانو له یو شمیر وارثینو او معلولینو سره له نږدې وکتل او د هغوی د ستونزو له اوریدو وروسته یې له هغوی سره نغدي مرسته هم ترسره کړه.

قاری علی احمد یو تن معلول مجاهد چې د جهاد پر مهال معلول شوی د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کړنې یې وستایلې او د یاد وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال څخه یې وغوښتل تر څو د ده د تداوي زمینه برابره کړي، په ورته وخت کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال په دې اړه ډاډ ورکړ.

د یادولو وړ ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرزاق آخند او ورسره مل پلاوي د ستونزو د حل په موخه لکه یاد ریاست ته د اداري ودانۍ نشتوالی، د امنیتي پرسونل کمښت، د کرنې، مهاجرينو چارو، اقتصاد او له طبيعي پيښو سره دمبارزې له رياستونو څخه یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د پنځه ویشت سلنې مرستو د ورکړې په تړاو د تخار ولایت له والي ښاغلي شیخ ضیاالرحمن مدني سره وکتل، په دې کتنه کې د تخار والي په یادو برخو کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې یاد پلاوي تر دې وړاندې د بدخشان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کاري بهیر څیړلی او ټاکل شوې ده چې د کندز او بغلان ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو کړنې او فعالیتونه هم په هراړخیزه توګه وڅیړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS