د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه

nasrat_admin
Mon, Feb 13 2023 9:31 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د یاد وزارت د سرپرست وزیر، ښاغلي ملا عبدالمجید آخند په مشرۍ، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني او د اړوندو څانګو د رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.

د یادې غونډې موضوعات د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئیس ښاغلي قاري شاه محمد دوست لخوا غونډې ته وړاندې شول. په دې غوڼده کې د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د میاشتنۍ نغدي مرستو د ورکړې د څرنګوالي طرحې په هکله هر اړخیزې خبرې اترې وشوې. په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني تر سرپرستۍ لاندې کمیټه وټاکل شوه چې په یاده کمیټه کې د داخلي تفتیش رئیس ښاغلی مولوي احسان الله حقاني، د شهیدانو چارو رئیس ښاغلی مولوي روح الله نصرت، د معلولینو چارو رئیس ښاغلی مولوي عبدالنافع منتفع، د ډیتابیس رئیس ښاغلی ملا رحمت الله خالد او د جوزجان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس ښاغلی مولوي شبیر احمد شامل دي.

یاده کمیټه به د ولایتي رئیسانو لخوا رالیږل شویو معلوماتو پر اساس او د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د ستونزو په پام کې نیولو سره د  ۱۴۰۱ لمریز کال د میاشتنۍ مرستو د ورکړۍ طرحه په غور سره وڅیړي چې په دې سره به ځینې مادې تعدیل او د اړتیاوو له مخې به ځینې نورې مادې زیاتې کړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS