د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت با صلاحیته پلاوي په هرات ولایت کې د یاد وزارت له اړوند ریاست د کړنو او فعالیتونو هر اړخیزه ارزونه وکړه

nasrat_admin
Thu, Dec 08 2022 4:09 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د یو با صلاحیته پلاوي په مشرۍ په هرات ولایت کې د نوموړي وزارت له اړوند ریاست له فعالیتونو او کړنو هر اړخیزه ارزونه وکړه.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت باصلاحیته پلاوی چې مشري یې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال ښاغلی شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني کوي او د یاد وزارت د دفتر رئیس ښاغلی قاري شاه محمد دوست، د داخلي تفتيش رئيس ښاغلی مولوي احسان الله حقاني، د معلولینو چارو رئیس ښاغلی مولوي عبدالنافع منتفع او د پلانونو د تطبیق او ارزونې  آمر ښاغلی قاري سید اسحاق سعید یې ملتیا کوي د هرات ولايت دشهيدانو او معلولينو چارو رياست فعالیتونه او کړنې یې په هر اړخيزه توګه وڅيړلې.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د یاد ریاست پر وړاندې پرتې ستونزې او ننګونې واورېدې او د شته ستونزو د حل په برخه کې یې د یاد ریاست مسؤلینو او کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د دغه سفر په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د یاد ریاست پر وړاندې د پر تو ستونزو او ننګونو د حل، د نوموړي ریاست لپاره د اداري ودانۍ نشتون او د اړوندو څانګو له لورې  معلولینو، یتیمانو ته د لازیاتو مرستو د راجلبولو په موخه د هرات ولایت مرستیال والي ښاغلي الحاج مولوي عبدالقیوم روحاني سره وکتل.

په دې کتنه کې د هرات ولايت مرستيال والي له ياد پلاوي څخه د يتيمانو، معلولينو او کونډو پر وړاندې د پرتو ستونزو او ننګونو له اورېدو وروسته د کرنې، اقتصاد،طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې، د مهاجرینو او سرې میاشتې ریاستونو رئیسانو او مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې کونډو  یتیمانو او معلولینو ته په مرکز او ولسوالېو کې د مرستو د ویش په برخه کې جدي پاملرنه وکړي

د غونډې په پای کې د هرات ولایت مرستیال والي ښاغلي مولوي عبدالقیوم روحاني ژمنه وکړه چې د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست پر وړاندې د پرتو ستونزو او ننګونو د حل په برخه کې او همدارنګه یاد ریاست ته د اداري ودانۍ چمتو کولو په برخه کې به لازمې همکاري وکړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS