د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له خوا د پارالمپیک شپږ دیرشو لوبغاړو باندې د لوبو جامې وویشل شوې

nasrat_admin
Wed, Oct 05 2022 2:30 PM
mmd

د شهيدانو او معلولينو وزارت له خوا د پارالمپيک په شپږ دیرشو معلولیت لرونکو لوبغاړو باندې د لوبو جامې ووېشل شوې.

په هغه پروګرام کې چې په همدې موخه د شهيدانو او معلولينو په وزارت کې جوړ شوى وو، ياد شوي کسانو ته د لوبو جامې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنيزو خدمتونو د رئيس مولوي ثناء الله فرقاني په حضور کې ووېشل شوې.

د یاد پروګرام په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنيزو خدمتونو رئيس مولوي ثناء الله فرقاني د لوبو په برخه کې د معلولیت لرونکو لوبغاړو لاسته راوړنې او ویاړونه یې وستایل او هغوی ته یې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

 د پارالمپیک د کمیټې د مطبوعاتو مسؤل کبیر خوشبین  د دغې کمیټې غړو ته د لوبو جامو د ویش له امله خوښي څرګنده کړه او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت څخه یې وغوښتل تر څو دغه اغیزمن قشر ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS