د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ټاکل شوي پلاوي په زابل ولایت كې د یاد وزارت د اړوند ریاست د فعالیتونو ارزونه وکړه

nasrat_admin
Sun, Aug 07 2022 8:47 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو  چارو  وزارت ټاکل شوی پلاوی د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي كلیم الله افغان تر مشرۍ لاندې چې هغې کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او حسابي رئیس ښاغلې قاري محمد امین درویش، د څارنې او ارزونې، د تفتیش او همدارنګه د بشري سرچینو ریاستونو استازي هم شتون لري، د یاد وزارت د سرپرست ښاغلي ملا عبدالمجید آخند د هدایت سره سم  د دغه وزارت د اړوندوریاستونو د چارو د هر اړخیزې ارزونې او په ځانګړې توګه د بودیجې د شفاف او پر وخت مصرفولو د څرنګوالي په موخه د هېواد یو شمېر ولایتونو ته په  سفر دي.

ياد هئیت په تېرو څو ورځو کې د لوګر، پکتيا، خوست، پکتيکا او زابل ولايتونو دشهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو د فعاليتونه څخه ارزونه وکړه.

یاد پلاوي زابل ولایت ته خپل سفر په ترڅ کې د اړونده ریاست کارونه او فعالیتونه وڅیړل او همدارنګه د بودیجې د مصرف او لګولو پر چټکتیایې ټینګار وکړ. د پلاوي لومړنۍ موندنې ښيي، چې په یادو ولايتونو کې د بوديجې د لګولو بهير ډیر پرځنډ روان دې، چې د بوديجې د لګولو په لاره کې د پرتو خنډونو د لرې کولو په موخه ياد پلاوي د ریاست اړوندو مسئولینو ته د حل لارې چارې وړاندې کړې ترڅو د بودیجې د مصرفولو بهیر چټک شي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د لیدنې په ترڅ کې د بودیجې په لګولو کې پر شفافیت او چټکتیا ټینګار وکړ، او د بودیجې مصروفولو پر وړاندې یې د شته ستونزو له منځه وړل د خپل سفر اصلي موخه وګڼله.

د زابل ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس ښاغلي ملا عبدالحکيم دانش وویل؛ چې په دې رياست کې د بوديجې چټک او پر وخت لګول د دې رياست د کاري لومړيتوبونو څخه دي، خو په دې برخه کې يې شته ستونزې او ننګونې هم په ګوته کړې.

ښاغلي مولوي کلیم الله افغان د یاد ریاست د ستونزو او ننګونو له اوریدو وروسته  د ستونزو د حل په موخه يې د زابل ولایت له والي ښاغلي الحاج ملا بسم الله عبدالله سره وکتل او د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست پر مخ پرتې ستونزې او ننګونې د یاد ولایت له والي سره شریکې کړې.

په دې لیدنه کې د زابل والي ښاغلي ملا بسم الله عبدالله ژمنه وکړه، چې د اړونده ریاست ستونزې او ننګونې به په پام کې ونیسي او د حل په موخه به یې اقدام وکړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS