په ننګرهار ولايت کې له دیرشو کورنیو سره د خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرستې وویشل شوی

nasrat_admin
Sat, May 21 2022 10:57 AM
mdd

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمر ښاغلې قاري محمد اسحاق سعید وایي: د کومک مؤسیسې په مالي همکارۍ ۳۰ ملکي جګړه ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو ترڅنګ د کوچنیو کاروبارنو په موخه د (۹۵۹۰۷۲) افغانیو په ارزښت بیلابیلې مرستې ترسره کړې .

نوموړی زیاتوي، په دې مرستو کې ۲۶ کورنیو ته خوراکي توکي او دوه کورنیو ته د کوچني کاروبار له پاره غواګانې او بزې او دوه دوه بوری کنجاړه دوه نورو کورنیو سره د سولر او د خیاطي سامان الاتو مرسته ترسره شوه .

د ښاغلي قاری صیب سعید زیاتوي دوی هڅه کوي څو د مرستندویه مؤسساتو په همکاري په دې ولایت کې د شهیدانو وارثینو، معلولیت لرونکو وګړو او جګړه ځپلو کورنیو ته د لا زیاتو مرستو زمینه برابره کړي.

هغه کورنیو، چې دغه مرستې یې ترلاسه کړې له کومک موسسې او د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست څخه مننه وکړه، چې د دوې لاس نیوی یې وکړ ، دغه کورنۍ وایې له دې سره به ورته د کار او روزګار زمینه برابره شي او خپلې کورنۍ اړتیا به پرې پوره کړي .

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS