د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کي پر زرو اړمنو کورنيو باندې د خوراکي توکو مرستې وویشل شوی

nasrat_admin
Tue, Apr 26 2022 9:04 AM
mmd

په یادې مرستو کې چې (اوړه، وریجې، غوړي،چڼې، لوبیا، چای او بوره) شامل وو د انګستان هېواد د(UMMAH)  خیریه بنسټ لخوا د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په همغږۍ پر زرو اړمنو کورنیو باندې وویشل شول.

 د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان او همغږۍ رئیس ښاغلي سید عظیم آغا ددغو مرستو د ویش پر مهال خبرې وکړې او  له اړمنو خلکو سره د یادې خیریه موسسې له مرستو مننه وکړه. نوموړي پر نورو مرستندويه موسسو او خیریه بنسټونو هم غږ وکړ، چې له دغه اغېزمن قشر (يتيمانو او معلولیت لرونکو وګړو) سره همکاري او مرسته وکړي .همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان او همغږۍ رئیس ښاغلي سید عظیم آغا په راتلونکي کې له هغو کسانو څخه چې د مرستو کارتونه نه لري غوښتنه وکړه چې دې وزارت ته د د مرستو د ترلاسه کولو په موخه مراجعه نه کوي څکه دا کارتونه اړمنو کورنیو ته ورکول کیږي او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په پوره ډاډ سره اړمنې کورنۍ په شفاف ډول تشخیص کوي او کارتونه ورته ورکوي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS