د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه تر سره شوه

farahmand_admin
Tue, Feb 01 2022 9:48 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د ښاغلي شیخ عبدالحکیم د یاد وزارت د خدمتونو د وړاندې کولو او ملاتړ معین په مشرۍ، او د اړوندو ریاستونو د رییسانو په شتون کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې شیخ عبدالحکیم په هغو ولایتونو کې چې د معلولیت لرونکو وګړو د نوم لیکنې بهیر بشپړ شوی، د یتیمانو د نوم لیکنې د بهیر د پیل کولو خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې په راتلونکو څو ورځو کې به دغه بهیر پیل شي.

ښاغلي شیخ عبدالحکیم همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره د بېلابېلو مرستندویه بنسټونو د مرستو د وېش په رونټیا او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره د مرستو په همغږۍ او د ویش منظمې او شفافې پروسې د رامنځته کولو او همدا راز پر مستحقو کسانو د مرستو د وېش پر شفافیت او رونټیا ټینګار وکړ.

نوموړي دغه راز د( فلج) وګړو او معلولیت لرونکو یتیمانو سره د مرستې او د استوګنځي د برابرلو او د هغوې د ښې پالنې او ښو خدماتو وړاندې کولو او هوسا ژوند په موخه د کړنلارې جوړونې يوه کمېټه هم رامنځته کړه.

ښاغلي شیخ عبدالحکیم زياته يې کړه، چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې به داسې مرکزونه جوړ کړي، چې (فلج) وګړي او بې سرپرسته معلولیت لرونکي يتيمان به په کې استوګن وي او د حرفوي، او مسلکي مهارتونه د زده کړې زمینه به ورته برابره شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS