د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداری چارو عمومي رییس د کابل شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کار او فعالیت څخه لیدنه وکړه.

farahmand_admin
Sat, Dec 25 2021 3:29 PM
mdd

د مالي او اداري چارو عمومی رییس مولوی کلیم الله افغان د کابل د شهدانو او معلولینو چارو ریاست څخه له نږدې لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې افغان صاحب د معلولینو د ثبت او پېژندنې له پروسې څخه د څارنې پر مهال ټولو معلولینو ته ډاډ ورکړ چې نږدې راتلونکې کې به یاده پروسه بشپړه شي او خپل حقوق به تر لاسه کړئ.

د کابل د شهیدانو او معلولینو چارو رییس قاري شمس الامین زهیر وویل: موږ دا پروسه ځکه پیل کړې ده چې د تېر حکومت د معلولیت خیالي کتابچې وپېژندل شي او پروسه رڼه او شفافه شي او څرګنده یې کړه چې دا پروسه د تېر په څېر اوږده او وخت نیوونکې نه ده. 

هغه همداراز زیاته کړه چې د ورځې څلوېښت سلنه خلک له خیالي کتابچو سره مراجعه کوي خو موږ د پروسې د روڼوالي په هڅه کې یو څو حق حقدار ته وسپارل شي.

د مالي او اداري چارو عمومي رییس مولوی کلیم الله افغان د معلولینو ستونزې واورېدې او اوړوندو چارواکو ته یې هدایت وکړ چې د معلولینو ستونزې حل کړي.

همدارنګه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مراجعینو د ګڼې ګوڼې د مخنیوي په موخه او  د معلولینو په غوښتنه د دې ریاست تر څنګ د دارالامان په سیمه کې د توانبخشۍ ریاست او په خیر خانې کې د معلولینو ملي انسټیټیوټ کې هم د معلولینو د تثبیت پروسه پیل کړه.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS