د کابل پوهنتون د شهیدانو د کورنیو ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه کېږي

sadiq_admin
Wed, Jun 30 2021 10:31 AM
f

د کابل پوهنتون د شهیدانو د کورنیو ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه کېږي.

سه شنبه/ 8 چنګاښ/ 1400

د شهیدانو او معلولینو چارو د وزارت سرپرست پوهنمل حمیدالله فاروقي , د کابل پوهنتون د شهیدانو د کورنیو له غړو او پلاوو سره ولیدل. د هغوی ستونزې, نظرونه او غوښتنې یې واورېدې. په پیل کې د شهید راهید مور, محمد علي مهدوی, رڼا امرخېل او نصرت الله د راغلو خلکو په استازیتوب وغږېدل. د هغوی ستونزې, نظرونه او غوښتنې; د زخمیانو د درملنې, د تحصیلي بورسونو برابرول, د شهیدانو د کورنیو او معلولینو د حقونو او امتیازاتو پر وخت ورکړه او د اسنادونو د پڅ روند یادونه یې وکړه او ویې غوښتل چې ستونزې یې حل شي.

وروسته فاروقي صاحب د شهیدانو د کورنیو له غړو او له زخمیانو سره خواخوږي وښودله, زیاته یې کړه چې پر زده‌کړیز مرکزونو او د زده‌کوونکو په موخه کول یو بشري او انساني جنایت دی, او د اسلام له اصولو سره په ټکر کې دي. دې ته ورته پېښې د ټولو لپاره متاثرکوونکې دي.

فاروقي صاحب وویل: د کابل پوهنتون د شهیدانو د کورنیو له غړو او زخمیانو له ستونزو او محدودیتونو څخه خبر و. دا وزارت کوښښ کوي, یادې ستونزې په اساسي ډول حل کړي, څو د شهیدانو د کورنیو او معلولینو ستونزې حل شي.

فاروقی صیب د شهیدانو او معلولینو قانون یوه ستونزه وګڼله او زیاته یې کړه چې یاد قانون د اساسي قانون له ارزښتونو, بین المللي میثاقونو او کنواسینونو او د هېواد ملي ارزښتونو پر بنسټ جوړ شوی چې د عدلیې په وزرات کې قانوني مراحل طی کوي. تر توشیح ورسته به لوی ستونزې حل او همدا رنګه د شهیدانو د کورنیو او معلولینو تر منځ به تبغیض له منځه ولاړ شي.

د شهدا او معلولینو وزارت سرپرست د تورو او سپینو اسنادو د تصفیې, له فساد سره د مبارزې, په وزارت کې د بروکراسي د برېښنایي کولو او کمولو د یادونې تر څنګ وویل چې دې وزارت د چوپړتیاوو د الکټرونیکي/ برېښنایي کولو, د بروکراسي کمولو او د هېواد په 34 ولایتونو کې د شفافیت ساتلو په پار خپل فعالیتونه پیل کړي دي. چې د بروکراسي د برېښنایي کولو د پروژې په بشپړېدو سره به ډېری ستونزې حل شي.

په پای کې ښاغلي فاروقي په هېواد کې د سولې د ټینګښت او جګړې د ختم د هیلې تر څنګ, اړوندو برخو ته یې سپارښتنه وکړه چې د کابل پوهنتون د شهیدانو او ټپیانو د کورنیو ستونزو ته پاملرنه او د لرې کولو په پار یې جدي هڅې وکړي.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS