د کرونا سره مبارزه د ټولو ګډ مسؤلیت دی

sadiq_admin
Tue, Jun 29 2021 8:50 AM
f

د کرونا سره مبارزه د ټولو ګډ مسؤلیت دی

دوشنبه_ چنګاښ 7 _ 1400

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د ملاتړ او خدمتونو وړاندې کوونکې مرستيالې جميلې نورستانۍ د عامې روغتیا وزارت د روغتیا ټیم سره په ګډه، د پارا المپیک کمیټې کې ګډون وکړ او د کمیټې غړو او هغه ورزشکارانو څخه چې په راتلونکي کې په ملي او نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي وغوښتل تر څو د کورونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې په پام کې ونیسي.

آغلې نورستاني د پارا المپیک کمېټې وروستیو فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې د پارا المپیک کمیټې په دې ورستیو کې د سپورت په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري، هغې زیاته کړه چې د یادې کمیټې ورزشکارانو زیات شمیر محدودیتونه تر شا پریښې او یادې بریاوې تر لاسه کړي.

نوموړې هیله څرګنده کړه چې دغه کمېټه به وکولی شي د لا زیاتو هڅو سره ښې پایلې ترلاسه کړي او د سپورت په برخه کې د یوې بیلګې په توګه راڅرګنده شي.

آغلې نورستاني د کمیټې پر ټولو کارمندانو او ورزشکارانو غږ وکړ چې د کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره واکسین تطبیق کړي ترڅو د دوی فعالیتونه د خنډ سره مخ نه شي. هغې همداراز وویل چې د کورونا ویروس سره مبارزه او د عامې روغتیا وزارت د ټیم سره همکاري د ټولو مشترک مسؤلیت دی.

د پارالمپیک کمیټې رئیس او غړو ژمنه وکړه چې د وزارت سره په همغږۍ کې به خپلې هڅې ګړندۍ او لا ډیرې بریاوې به ترلاسه کړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS