د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د پار تکواندو لوبډله وستايله

sadiq_admin
Sun, Jun 20 2021 4:10 PM
a

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د پار تکواندو لوبډله وستايله

نن د غبرګولې په ۳۰مه، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د خدمتونو وړاندې کوونکې او ملاتړ مرستيالې جميلې نورستانۍ د معلولينو د پار تکواندو لوبډلې سره ناسته وکړه او هغوی ته يې په لبنان او اردن هيوادونو کې په وروستيو سياليو کې د (۵) طلا او برونزو مډالونو د ترلاسه کولو له امله مبارکي ورکړه او په ډاليو يې ونازول.

آغلې نورستانۍ معلوليت ناتواني نه، بلکه پياوړتيا وبلله او زياته يې کړه، چې ډېر د وياړ او خوشالۍ ځای دی چې په کمو امکاناتو د پار تکواندو لوبډله د اسيا په کچه لوبيږي او د طلا او برونزو پنځه مډالونه ترلاسه کوي.

نوموړې ژمنه وکړه، چې د معلوليت لرونکو لوبغاړو لپاره به امکاناتو ته په کتو، په کور دننه، سيمه‌ييزه او نړيواله کچه د سياليو د ترسراوي په برخو کې اسانتياوې برابرې کړي او د هغوی ستونزو او غوښتنو ته به پر وخت رسيدنه وکړي.

آغلې نورستانۍ د وزارت او پاررالمپيک ملي کميټې ترمنځ د همغږۍ پر زياتوالي ټينګار وکړ او اړونده چارواکو ته يې د دوامدارو همکاريو لارښوونه وکړه.

ورپسې د پار تکواندو لوبډلې لوبغاړو خبرې وکړې او د وزارت له رهبري هييت يې مننه وکړه، چې دوی يې د هڅونې او ملاتړ په موخه وزارت ته را بللي وو.

دوی د معلوليت لرونکو لوبغاړو په استازيتوب خپلې ستونزې، غوښتنې او وړانديزونه له آغلې نورستانۍ سره شريک کړل او وزارت ته يې د همغږۍ زياتولو او ګډکار په تړاو ډاډ ورکړ.

په پای کې آغلې نورستانۍ او اړونده چارواکو مډال راوړونکو لوبغاړو او د لوبډلې مسوولينو ته ډالۍ هم ورکړې.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS