د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پر مسوليت منلو او په وخت د چارو ترسراوي باندې ټينګار وکړ

sadiq_admin
Sun, May 23 2021 8:12 AM
fd

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پر مسوليت منلو او په وخت د چارو ترسراوي باندې ټينګار وکړ

شنبه، ۱غبرګولی،۱۴۰۰

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د وزارت له چارواکو او کارمندانو سره وکتل او د چارو پر وخت او اغيزناک ډول ترسراوي په تړاو يې ورته لازمې لارښوونې وکړې.

ښاغلي فاروقي په دغه وزارت کې کار او خدمت کول وياړ وګڼل او زياته يې کړه، چې د وظيفوي مسولیت سربېره، موږ ټول انساني او اسلامي مسووليت هم لرو چې د ټولنې دې ځوریدلي قشر لپاره زيات کار وکړو؛ ځکه چې دوی د افغانستان، ملي ارزښتونو او خپلواکۍ لپاره ډیرې زياتې سرښندنې او قربانۍ ورکړې دي.

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت سرپرست زياته کړه، چې د سرچينو او امکاناتو کموالی د ټولو لپاره د درک وړ دي، خو له شته امکاناتو په عظيمه ګټه اخيستنې، دوامداره کار، ژمنتيا، پراخو هڅو او پوره حوصله مندۍ به پوره کار کوو؛ ترڅو ټاکلې موخې ته ورسېږو.

ښاغلي فاروقي د خبرو په ترڅ کې، له مراجعينو سره پر ښه چلند کولو ټينګار وکړ او د هر ډول غير مسوولانه چلند د نه کولو سپارښتنه يې وکړه او له سرغړونکو سره يې قانوني مجازات خپل مسووليت وګاڼه.

همدارنګه ښاغلي فاروقي د فساد پر ضد پر غوڅې مبارزې تاکيد وکړ او په دې هکله يې ګډونوالو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست د خپلې وينا په لړ کې، د هېواد روان عمومي وضعيت ته هم نغوته وکړه او په هېواد کې يې د ټولشموله سولې د ټينګښت هيله څرګنده کړه.

نوموړي زياته کړه، چې د هېواد اوسني وضعيت ته په کتو باید مسوولانه فکر وکړو او ټولې ستونزې د خبرو، متقابل درناوي او د نظر تبادلې له لارې حل کړو.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS