د چارو چټکتيا او روڼتيا لپاره دې هڅې ګړندۍ شي

sadiq_admin
Sat, May 22 2021 4:09 PM
zz

د چارو چټکتيا او روڼتيا لپاره دې هڅې ګړندۍ شي

نن شنبه د غبرګولي په لومړۍ نيټه، د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزير پوهنمل حميدالله فاروقي، د وزارت له کاري دفترونو او د مراجعينو د وضعیت د کتنې ترڅنګ، د چارو پر چټکتيا او روڼتيا ټينګښت باندې ټينګار وکړ.

ښاغلي فاروقي وویل: چې د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو ستونزو ته رسيدنه او هغوی ته د خدمتونو وړاندې کول زموږ وظيفوي، انساني او اسلامي مسووليت دی او د وزارت ټول چارواکي باید له مراجعينو سره د ښه چلند ترڅنګ، اړونده کارونه پر وخت او چټک ډول ترسره کړي.

نوموړي زياته کړه، چې د مراجعينو کارونو او ستونزو ته پر وخت رسيدنه د وزارت له کاري لومړيتوبونو څخه دي او په دې برخه کې يې مسوولو چارواکو څخه د ګډکار د دوام، ريښتينولۍ او همغږۍ زياتوالي غوښتنه وکړه.

ښاغلي فاروقي د وزارت کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې له قوانينو او اصولو سره سم د مراجعينو ستونزو او غوښتنو ته رسيدګي وکړي او د روڼتيا ټينګښت ته په پام يې چارې له ځنډ پرته ترسره کړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS