د شهیدانو د ورثې او معلولینو ګډون به د سولې بهیر نور هم پیاوړی کړي

sadiq_admin
Sun, Apr 11 2021 4:02 PM
رل

د شهیدانو د ورثې او معلولینو ګډون به د سولې بهیر نور هم پیاوړی کړي

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر پوهنمل حمید الله فاروقي په ولایتي کچه د سولې بهیر کې د شهیدانو د ورثې او د معلولینو ټاکل شوو استازو سره وکتل.

ښاغلي فاروقي، د شهیدانو ورثې او معلولینو د سولې بهیر، جګړې درېدو او د جګړې قربانیانو ستونزو، غوښتنو او وړاندیزونو ته د رسېدنې په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان د معلولینو سرتاسري شورا رییس مسعود صافي د سولې بهیر کې د معلولینو او د شهیدانو ورثې د شمولیت له کبله د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت رهبرۍ له هلو ځلو، د سولې په چارو کې د دولت وزارت او د ملي روغې جوړې عالي شورا مشرتابه څخه مننه وکړه او په دغه سرنوشت ټاکوونکي بهیر کې یې د جګړې د قربانیانو شمولیت او د رڼو ټاکنو له لارې په ولایتونو کې د سولې د استازو په توګه د معلولینو ټاکنه مهم اقدام وګڼه.

د یادې شورا ځینو نورو استازو، چې له مختلفو ولایتونو یې تشریف راوړی و، په خپلو خبرو کې د سولې بهیر مهم وباله او د شهیدانو ورثې او معلولینو شمولیت یې یوه ضروري اړتیا یاده کړه. دوی همدا راز د ستونزو د حل په موخه خپل وړاندیزونه او غوښتنې هم د وزارت رهبرۍ شریکې کړې. د اقتصادي ستونزو حل، تعلیمي او کاري فرصتونو پر رامنځته کېدو یې د تاکید تر څنګ د سولې په خبرو اترو کې د ترلاسه شوو فرصتونو، لاسته راوړنو او پرمختګونو په ساتنه هم ټینګار وکړ.

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست پوهنمل حمید الله فاروقي د یادې شورا د رهبرۍ او استازو له راتګه مننه وکړه او د سولې بهیر کې د ولسونو له لوري د دوی د استازو د ټاکل کېدو له کبله یې مبارکي ورکړه. د سولې بهیر کې یې د شهیدانو د ورثې او معلولینو ګډون مهم وباله او د دغه قشر ستونزو ته د رسېدنې په موخه یې د وزارت نوي پلانونه او پرمختګونه د غونډې کډونوالو سره شریک کړل.

ښاغلي فاروقي هېواد او ولس ته د جګړې پر زیانونو او د سولې پر اړتیا او ارزښت هم هر اړخیزې خبرې وکړې وویل، چې په روانو مذاکراتو کې د شهیدانو د ورثې او معلولینو شتون اړین دی، ځکه د جګړې اصلي قربانیان همدوی دي؛ باید نظرونه او وړاندیزونه یې واخیستل شي.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS