د نظامي شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د لوړو زده کړو فرصتونه چمتو شوي دي

sadiq_admin
Sat, Apr 10 2021 3:07 PM
ds

د نظامي شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د لوړو زده کړو فرصتونه چمتو شوي دي

نن پنجشنبه د وري په ۱۹مه، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د خدمتونو وړاندې کوونکې او ملاتړ مرستیالې په مشرۍ د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت عمومي ریاست له استازو سره ګډه ناسته وکړه او د نظامي شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو لپاره يې په تحصيلي بورسونو کې د اسانتياوو را منځته کولو په هکله خبرې وکړې.

اغلې نورستانۍ د یادو ادارو له استازو څخه په ناسته کې د ګډون له امله مننه وکړه وويل: د نظامي شهیدانو وارثین او معلولیت لرونکي وګړي د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ارزښتونو د ساتنې لپاره قرباني ورکوي او لازمه ده چې د قربانیانو او سرښندنو درناوی يې وشي.

اغلې نورستاني څرګنده کړه، چې د دوست هېواد هندوستان د نظامي شهیدانو وارثینو او معلولینو لپاره د (ICCR)، ۳۳۴ تحصيلي بورسونه ځانګړي کړي او د وړ او مستحقو کسانو د ورپېژندلو لپاره به له مسوولو بنسټونو سره په ګډه کار وکړو.

د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت عمومي ریاست استازو هم د شهيدانو او معلولينو وزارت سره په اړونده چارو کې د همکاريو پر زياتوالي ټينګار وکړ او ژمنه يې وکړه، چې يادو بورسونو ته د مستحقو کسانو د ورپېژندلو په موخه به په راتلونکې اوونۍ کې د وړ کسانو نوملړ د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت سره شریک کړي او په دې تړاو به د دفاع وزارت سره هم لازمه همغږي وکړي.

همدارنګه د ناستې په پای کې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظيم رياست ته دنده وسپارل شوه، چې د لوړو زده کړو، پوهنې، عامې روغتيا وزارتونو او د معلوماتو او احصايې له ملي ادارې سره په آنلاین ډول د زده کوونکو د راجسټریشن، شهادتنامو، بریښنایي پېژندپاڼو او روغتيايي وضعيت د ليدلو په هکله دې له يادو ادارو سره همغږي وکړي، څو پروسه اسانه او چټکه پر مخ ولاړه شي.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS