د کابل ښځينه باسکټ بال لوبډلې اتلولي وګټله

sadiq_admin
Tue, Mar 23 2021 9:58 AM
sa

د کابل ښځينه باسکټ بال لوبډلې اتلولي وګټله

د سره صلیب په مرسته د ښځینه ویلچیر باسکټ بال ولایتي ټیمونو تر مینځ د پیل شویو سیالیو په پایله کې د کابل لوبډلې، هرات لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره لومړۍ مقام خپل کړ او د سياليو اتله لوبډله شوه.

په دغو سياليو کې هرات دویم او بلخ دریم مقامونه ترلاسه کړل.

ددې سیالیو د پایلوبې په غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر پوهنمل حمیدالله فاروقي، د سره صلیب د بیارغونې پروژې عمومي رییس البرتو کایرو او د پارا المپیک کمیټې رییس ښاغلی عبدالحسین حصاري هم ګډون درلود.

په پيل کې ښاغلي البرتو کایرو د ښاغلي فاروقي له راتګ او د ښځینه معلولیت لرونکو وګړو له ملاتړ څخه مننه وکړه او ورپسې ښاغلي عبدالحسین حصاري د ښځینه معلولیت لرونکو لوبغاړو ستونزې او غوښتنې شریکې کړې.

ښاغلي پوهنمل حمیدالله فاروقي د معلولیت لرونکو ښځینه ویلچیر باسکټ بال د ولایتي ټیمونو ترمنځ سیالۍ نیک ګام وباله او د سره صلیب له همکاریو یې مننه وکړه وویل: معلولیت لرونکي وګړي د ډیرو ظرفیتونو لرونکي دي، دوي د نورو برخو تر څنګ په سپورتي برخه کې هم په نړیواله کچه د افغانستان نوم روښانه ساتلی. ښاغلي فاروقي زیاته کړه چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یاد قشر د پیاوړتیا په برخه کې بیلابیلې برنامې لري، چې په ۱۴۰۰ کال کې به پلې شي او د سپورټي برنامو په تړاو يې د وزارت له اړخه د هر راز ملاتړ ډاډ ورکړ.

په پای کې لومړۍ، دویم او دریم مقام ګټونکو لوبډلو ته کپ، مډالونه او ډالۍ ورکړل شوې. لوبڅاران او د لوبو تنظیمونکي هم وستایل شول او د یادو سياليو غوره لوبغاړي د ملي ټیم لپاره وټاکل شول.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS