د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې د نيالګي کينولو کمپاين پيل شو

sadiq_admin
Wed, Mar 10 2021 3:43 PM
cs

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې د نيالګي کينولو کمپاين پيل شو

نن چهارشنبه د کب په ۲۰مه، د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حميدالله فاروقي، د وزارت له مرستيالانو، سلاکارانو، رئيسانو او کارکوونکو سره يو ځای د نيالګي کينولو ملي ورځې په مناسبت د وزارت په انګړ کې نيالګیي کينول او له ټولو هېوادوالو يې وغوښتل، چې د هېواد په ابادۍ او ښيرازۍ کې ګډون وکړي او نيالګي کينوي.

په پيل کې ښاغلي فاروقي د کب ۲۰مې د نيالګي کينولو ملي ورځې په پار د مبارکۍ ترڅنګ زياته کړه، چې د کب ۲۰مه د نيالګي کينولو ملي ورځې په توګه يوه تاريخي او ملي ورځ ده، چې ټول هېوادوال بايد په دې ورځ د هيواد په ابادۍ،ښيرازۍ او د سالم چاپيريال په را منځته کولو کې پراخه ونډه واخلي.

نوموړي د پاک چاپيريال په رامنځته کولو ټينګار وکړ او دا يې د ټولو هېوادوالو ملي او انساني مسووليت وګاڼه.

د ښاغلي فاروقي په خبره، چې نړيوال اقلم مخ پر بدليدو دی او نړيوال چاپيريال اوسمهال پر هر اړخيز بحث او جنجال بدل شوی دی.

نوموړي څرګنده کړه، چې د يو وياړلي ملت په توګه موږ بايد د چاپيريال په هکله خپل نړيوال او انساني مسووليت په سم ډول ادا کړو او د هوا ککړتيا د مخنيوي په پار هلې ځلې وکړو.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS