د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د تخار او کندز ولايتونو له معلولينو استازو سره وکتل

sadiq_admin
Wed, Mar 10 2021 9:06 AM
یشس

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د تخار او کندز ولايتونو له معلولينو استازو سره وکتل

نن سه شنبه د کب ۱۹مه، د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حميدالله فاروقي د تخار او کندوز ولايتونو د معلولينو استازو سره وکتل او د معلولينو ستونزو په تړاو يې ورسره خبرې اترې وکړې.

د ناستې په پيل کې د تخار او کندز ولايتونو د معلولينو استازو ښاغلي فاروقي ته د نوي مسووليت مبارکي ورکړه او په چارو کې يې ورته د برياوو هيله وکړه.

د ناستې ګډونوالو له ښاغلي فاروقي سره، د معلوليت لرونکو وګرو د معاشونو د ځنډ، سرپناه، زدکړو، کارموندنې، بانکي سازۍ، برېښنايي سیسټم، د برېښنايي تذکرو ويش، د معلولينو ملي فدراسیون جوړيدو په برخو کې موجوده ستونزې شريکې کړي او د حل غوښتنه يې وکړه.

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حمدالله فاروقي، ددوی له راتګ او مبارکۍ څخه مننه وکړه او د ملي ګټو ،خاورې، ملي ارزښتونو او ناموس څخه د دفاع په برخو کې يې ددوی د قربانيو او سرښندنو ستاینه وکړه.

د ښاغلي فارقي په خبره، چې څلور لسیزې تحميلې جګړې د افغانانو لپاره له ويجاړۍ، تباهۍ او وژنو پرته بل څه په ميراث نه دي پريښي او لا هم هره ورځ د همدې ناوړه جګړې له امله د شهيدانو او معلولينو شمير مخ پر زياتېدو دی.

ښاغلي فاروقي له وزارت سره د معلوليت لرونکو وګړو د همغږۍ پر زياتوالي ټينګار وکړ او د معلولينو ملي فدراسيون جوړيدل يې اړين او مهم وګڼل، څو له دې لارې معلولين د يو بالقوه ادرس خاوندان شي او د عدالت غوښتنې ناره يې په اغيزناکه توګه واوريدل شي.

دده په خبره، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت ژمن دی، چې له شته امکاناتو او سرچينو څخه په اعظمي ګټې اخيستنې سره د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو ستونزو ته رسيدنه وکړي او د ژوند په ټولو برخو کې ورته لازمې اسانتياوې برابرې کړي.

نوموړي څرګنده کړه، چې له ښاروالۍ سره په همغږۍ به په مرکز او ولايتونو کې د معلولينو لپاره د کاري زمينې برابرولو په موخه عرفي توزیع شي او له نورو دولتي ادارو سره د شويو هوکړه ليکونو د پلې کولو لپاره هم هڅې روانې دي.

په پای کې د تخار او کندز ولايتونو د معلولينو استازو ښاغلي فاروقي ته د مبارکۍ او درناوي په پار چپنه ډالۍ کړه.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS