ټولګټو تاسيساتو ته فزيکي نه لاسرسی د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو عمده ستونزه ده

sadiq_admin
Wed, Jan 06 2021 9:17 AM
xs

ټولګټو تاسيساتو ته فزيکي نه لاسرسی د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو عمده ستونزه ده

نن سه شنبه د مرغومې په ۱۶مه، د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي د ښار جوړولو او ځمکو وزير سره وکتل.

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي، د ښار جوړولو او ځمکو وزير ښاغلي محمود کرزي سره د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو لپاره د استوګنځيو نشتون او ټولګټو تاسيساتو ته د هغوی فزيکي نه لاسرسي ستونزې شريکې کړې.

په پيل کې لعل الدين آريوبي د معلوليت ملي ستراتيژۍ، د عمل پلان او په هغو کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په ونډه رڼا واچوله وويل: د شهيدانو وارثينو او معلولينو لپاره د استوګنځيو نشتون، ټولګټو تاسيساتو ته د هغوی نه لاسرسی او دې ستونزو ته د مناسبې حللارې موندل د معلوليت ملي ستراتيژۍ بنسټيز بحثونه دي.

ښاغلي آريوبي زياته کړه، چې که څه هم يادو ستونزو ته رسېدنه د ټولو دولتي ادارو ګډ کار دی؛ خو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت پکې ځانګړی مسووليت لري.

آريوبي څرګنده کړه، چې له قانون سره سم په استوګنو اپارتمانونو او ټولنيزو اسانتياوو کې د شهيدانو وارثانو او معلوليت لرونکو وګړو لپاره اووه سلنه سهم په پام کې نيول شوی دی او د نظامي شهيدانو ورثه او معلولين د سرپناه په برخه کې لومړيتوب لري؛ خو لا هم دې موضوع ته بنسټيزه رسيدنه نه ده شوې.

د نوموړي په خبره، چې د هغو هوکړه ليکونو له مخې چې له دولتي او غير دولتي ادارو سره لاسليک شوي، هره اداره مسووليت لري چې د شهيدانو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو لپاره په بېلا بېلو برخو کې معياري خدمتونه وړاندې کړي.

ښاغلي آريوبي وويل: چې د معلوليت ملي ستراتيژۍ له مخې، چې د راتلونکو لسو کلونو لپاره د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت له خوا جوړه شوې ده، د ښارګوټو جوړول او ټولګټو تاسيساتو ته د معلولينو فزيکي لاسرسی ددې ستراتيژي له لومړيتوبونو څخه دي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزير ښاغلي محمود کرزي د شهيدانو ورثې او معلولينو په تړاو د خپلو مسوليتونو يادونه وکړه وويل: هغه برنامې او اوږدمهالي پلانونه چې د شهيدانو ورثې او معلولينو، په ځانګړي ډول د نظاميانو لپاره يې د ښارګوټو او سرپناه په برخو کې لرو، کوم چې په تړاو يې له دفاع، کورنيو چارو وزيرانو او د ملي امنيت له مشرتابه سره د مسلسلو ناستو په بهير کې مو یې په ځلونو يادونه هم کړې او د ټولو اړوندو چارو ادرس چې د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت دی، له دوی سره به په ګډه يادو ستونزو ته مناسبه حللاره ومومو.

ښاغلي کرزي زياته کړه، چې د ښار جوړولو وزارت په نوې نقشه کې د قانون سره سم د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو لپاره اووه سلنه سهميه په پام کې نيولې او موږ هڅه کوو چې د چاپيريال ساتنې ادارې په همکارۍ د معلولوليت لرونکو وګړو د اوسيدنې ساحې د غير معلولينو وګړو په ساحو کې مدغم کړو، تر څو د چاپيريالي تبعيض او توپيري چلند مخه ونيول شي.

د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د عمل پلان د تطبيق په موخه به د دواړو وزارتونو ترمنځ تخنيکي کميټه جوړېږي او له همدې لارې به اړونده چارې تعقيبېږي.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS