د افغانستان د معلولیت لرونکو وګړو سرتاسري شورا د وزارت له کړنو او اصلاحي برنامو ملاتړ وکړ

sadiq_admin
Sun, Dec 20 2020 8:55 AM
sd

د افغانستان د معلولیت لرونکو وګړو سرتاسري شورا د وزارت له کړنو او اصلاحي برنامو ملاتړ وکړ

د افغانستان د معلولیت لرونکو وګړو سرتاسري شورا غړو د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي سره وکتل او د وزارت له کړنو او روانو اصلاحي برنامو یې ملاتړ اعلان کړ.

د یادې شورا غړو په خپلو خبرو کې وویل، چې د وزارت له لوري ترسره شوې کړنې او اصلاحات یې اساسي غوښتنه وه او خوښ دي، چې ټولې چارې له قانون سره سمې ترسره کېږي. دوی همدا راز هغه کسان د وزارت د اصلاحاتو خلاف وګڼل چې معلولیت یې قانوني ستونزې لري او اصلاحات یې په ګټه نه دي.

د دې شورا غړو د معلولیت لرونکو وګړو د حقوقو او امتیازاتو قانون د تعدیلاتو، د معلولینو ملي فدراسیون او د اسنادو د کتنې او ارزونې کمېټو د چارو په اړه هم خبرې وکړې زیاته یې کړه، چې د یاد قانون تعدیل په اړه یې نظریات اخیستل شوي او باید ژر نهایي شي، د دې تر څنګ دې په ولایتونو کې د اسنادو څېړنې او فدراسیون چارو ته هم بشپړه رسیدګي وشي.

د شورا غړو په کابل ښار کې د دوی د کاري غرفو د نړولو په اړه هم خپل شکایت، غوښتنې او وړاندیزونه د وزارت رهبرۍ ته وړاندې کړه او د حل غوښتنه یې وکړه.

د شورا غړو د هر اړخیزې همکارۍ، همغږۍ او اړیکو پیاوړتیا لپاره د وزارت او یادې شورا تر منځ د دوه اړخیزې همکارۍ د هوکړه لیک په لاسلیک هم تاکید وکړ.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي وویل، چې د قانون د تعدیل چارې بشپړې شوي او د ټولو اقشارو نظرونو ته پکې ځای ورکړل شوی دی له حقوقي کتنې وروسته به نهایي شي. ښاغلي آریوبي د اسناد د څېړنې او ارزونې په اړه څرګنده کړه، چې اجراات به یې د قانون مطابق وي او هغه خلک چې اسناد یې ستونزو لري خو معلولیت یې څرګند او شدید وي ستونزه نه لري او د حقوقو کتابچه به ورکړل شي. د فدراسیون د چارو په نهایي کېدو کې یې د معلولینو د ټولو ټولنو، اتحادیو او شوراګانو همکاري اړینه وګنل او تاکید یې وکړ، چې په مشترکه توګه کار وشي. ښاغلي آریوبي ډاډ ورکړ، چې معلولینو د کاري غرفو او نفقې پیدا کولو د غرفو ستونزو به د جمهوري ریاست لومړي معاونیت سره شریکه کړي، تر څو حل شي.

ښاغلي آریوبي د دوه اړخیزې همکارۍ د پیاوړتیا په موخه د هوکړه لیک لاسلیک مهم اقدام وګڼه وویل، چې په دې اړه باید یو مسوده ترتیب او له حقوقي کتنو وروسته د دواړو اړخونو له لوري په رسمی توګه لاسلیک شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS