د هېواد په کچه د معلولیت لرونکو وګړو د کره شمېر په اړه عمومي سروې ترسره کېږي

sadiq_admin
Thu, Dec 17 2020 12:47 PM
dsd

د هېواد په کچه د معلولیت لرونکو وګړو د کره شمېر په اړه عمومي سروې ترسره کېږي

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي د مرکزي احصایې او معلوماتو ملي ادارې مرستیال حسیب الله موحد او مل پلاوي سره وکتل او د هېواد په کچه د معلولیت د مختلفو کټګوریو پر بنسټ د معلولیت لرونکو وګړو د کره شمېر د ټاکلو په اړه یې د همغږۍ ناسته وکړه.

ښاغلي آریوبي وویل، چې د جمهور رییس د لارښوونې پر بنسټ به د هېواد په کچه د معلولیت لرونکو وګړو د دقیقو ارقامو په اړه عمومي سروې ترسره او په دې برخه کې به له دولتي سرچینو ګټه واخیستل شي. زیاته یې کړه، چې په دې اړه د مرکزي احصایې او د معلوماتو ملي ادارې همکاري او همغږۍ اړینه ده.

د مرکزي احصایې او معلوماتو ملي ادارې مرستیال ښاغلي موحد د معلولیت په مختلفو برخو کې د دقیقو ارقامو د ټاکلو د عمومي سروې موضوع مهمه وګڼله وویل، چې په دې اړه به د دواړو ادارو تر منځ کډه کاري کمېټه رامنځته او د منل شویو معیارونو پر بنسټ به سروې ترسره کړي، تر څو د معلولیت عمومي ارقام او سلنه ترلاسه او د معلولیت په ملي ستراتېژۍ کې ځای پر ځای شي.

دواړو خواوو په مشترک کار، هر اړخیزې همغږۍ او همکارۍ او په معیاري ډول د سروې ترسره کولو باندې تاکید وکړ او پرېکړه وشوه، چې عملي چارې یې ژر تر ژره پیل شي.

د یادې سروې د ترسره کېدو موخه د هېواد د معلولیت لرونکو وګړو د کره شمېرې او سلنې ټاکل او په دې برخه کې د ضد او نقیضو شمېرو او معلوماتو مخنیوی دی.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS