د معلولیت ملي ستراتېژۍ د وروستۍ بیا کتنې ورکشاپ پیل شو

sadiq_admin
Sat, Oct 24 2020 3:13 PM
wewq

د معلولیت ملي ستراتېژۍ د وروستۍ بیا کتنې ورکشاپ پیل شو

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت او همکارو بنسټونو له لوري د معلولیت د ملي ستراتېژۍ د وروستۍ بیا کتنې ورکشاپ پیل او درې ورځې به دوام وکړي.

په دې ورکشاپ کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د رهبرۍ پلاوي سربېره د معلولینو په چارو کې د جمهور رییس سلاکار عمرا خان منیب، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنرې بنفشه یعقوبي، د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ دفتر رییس محمد وکیل جمشیدي، د ماین پاکۍ د انسجام ریاست رییس محمد شفیق یوسفي، د مختلفو سکتوري وزارتونو او معلولینو ټولنو استازو او د ملي او نړیوالو غیر دولتي ادارو مسولینو ګډون درلود.

یاد ورکشاپ د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي په وینا پیل شو. ښاغلي آریوبي خوښي څرګنده کړه، چې د معلولینو د ژوند د ښه والي او دوی ته د لا زیاتو فرصتونو برابرولو په موخه یو بل اړین ګام پورته کېږي زیاته یې کړه: یاده ستراتیژي به وکړای شي، چې معلولینو ته د زده کړو، روغتیایي، کارموندنې، فزیکي لاسرسي، سیاسي، فرهنګي، اقتصادي او ټولنیزو ګډون، بودجې موندنې، عامه پوهاوي او نورو اړینو برخو کې اغېزناک امکانات او فرصتونه رامنځته کړي.

ښاغلي آریوبي څرګنده کړه، چې وزارت د تېرو دوو کلونو په موده کې معلولینو ته د خپلو ګټورو پلانونو او کړنلارو پر اساس مهم کارونه ترسره کړي، چې د معلولینو په ژوند کې یې هیله بخښونکي او د رضایت وړ بدلون رامنځته کړی.

ښاغلي آریوبي وویل: دا چې معلولیت یوه پراخه ټولنیزه پدیده ده او د یوې ادارې له لوري ورته رسېدنه ستونزمنه ده، مهمه ده چې د یوې ملي مسلې په توګه ټول ملي او نړیوال بنسټونه دوی ته د خدمتونو وړاندې کولو او اغېزناکو پلانونو په جوړولو او تطبیق کې هر اړخیزه همکاري او همغږي ترسره کړي.

ښاغلي آریوبي د یادې ستراتېژۍ جوړول او نهایي کول د معلولیت لپاره یو نوښت او ګټور ګام وګڼه، زیاته یې کړه، چې د تطبیق په برخه کې یې هم باید ټول دولتي او غیر دولتي سازمانونه او بنسټونه برخه واخلي.

د وزارت تخنیکي سلاکار حبیب خان ځاځي ګډونوالو ته د یادې ستراتېژۍ په اړه هر اړخیر پرزنټېشن وړاندې.

د ورکشاپ نورو ګډونوالو هم د ستراتیژۍ د اغېز او مهم والي په اړه خبرې وکړې، تاکید یې وکړ، چې ژر نهایي او د تطبیق لپاره یې عملي ګامونه پورته شي.

د دې ورکشاپ اصلي موخه د ستراتېژۍ په اړه د معلولینو او اړوندو بنسټونو مشورې، نظرونه او وړاندیزونه اخیستل، د ملي او سکتوري برنامو پر اساس د معلولیت د ملي ستراتېژۍ ارزونه، د واقعیتونو پر بنسټ د ولاړو موخو او برخو ټاکل، په ستراتیژۍ کې د وړاندیز شویو اقداماتو ارزول او د ستراتیژۍ د ژباړل شویو بڼو پرتله کول دي، چې بشپړېدو سره به یې ستراتېژي نهایي او د تطبیق چارې پیل شي.

یاده ستراتېژی د لسو کالو لپاره د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت په همغږۍ او د ماین پاکۍ د همغږۍ موسسې او د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ برخې په همکارۍ جوړیږي.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS