د شهیدانو د ورثې او معلولیت لرونکو وګړو اړوند چارې به ګړندۍ شي

content_admin
Thu, Jul 16 2020 8:30 AM
mmd

د شهیدانو د ورثې او معلولیت لرونکو وګړو اړوند چارې به ګړندۍ شي

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي د دې وزارت د نظامي چارو د مرستیالې او د څارنې او ارزونې رییس ګل احمد عثماني په ملتیا د جمهوري ریاست د چارو ادارې مسولینو سره ناسته وکړه او د شهیدانو د ورثې او معلولیت لرونکو وګړو اړوند چارو یې خبرې وکړې. په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د جمهور رییس سلاکار عمرا خان منیب، د عامي روغتیا وزارت او د نورو اړوندو ادارو مسولینو هم ګډون درلود.

ښاغلي آریوبي وویل، چې د شهیدانو د ورثې او معلولیت ارونکو وګړو د اسناد د څېړنې او ارزونې بهیر مرکز او ولایتونو کې چټک روان دی. د دې تر څنګ په ستره محکمه کې د یاد قشر د اسناد د برېښنایي کولو او د عامي روغتیا وزارت له لوري د معلولیت درجې د تثبیت په برخه کې د سرعت لپاره پلان ترتیبیږي.

د جمهوري ریاست د چارو ادارې ژمنه وکړه، چې د سیمه ییزو ارګانونو ادارې سره به په مشترګه توګه ولایتونو کې د شهیدانو د ورثې او معلولینو د ستونزو حل په موخه وزارت سره په همغږۍ ناستې جوړوي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS