په بغلان ولایت کې له (۸۰۰) تنو مستحقو کسانو سره مرسته ترسره شوه
د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۸۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د خوراکي توکو شپږ ډوله بېلابېلې مرستې په منظم او عادلانه ډول ووېشلې.
دغه مرستې د مستحقو کورنیو د اړتیاوو په پام کې نیولو سره ووېشل شوې، څو یتیمان، کونډې او معلولین د روژې میاشتې په مبارکو ورځو کې له لازمو اسانتیاوو برخمن شي.
د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا احسان الله عابد د یادې خیریه مؤسسې له همکارۍ او ملاتړ څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې په راتلونکي کې به هم د شهیدانو کورنیو او معلولینو لپاره لازياتې مرستې برابرې شي.
