د پکتیا ولایت پر (۵۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې ژمنۍ مرستې ووېشل شوې
د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د يوې خيريه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې ژمنۍ مرستې چې په هغه کې البسه او کمپلې شاملې وې، په منظم او عادلانه ډول ووېشلې.
د یادو مرستو د وېش پر مهال د پکتیا ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد رسول حنفي، د شهیدانو او معلولینو چارو آمر محترم قاري رحیم الله ضرار او د خيريه مؤسسې مسؤلينو شتون درلود.
محترم مولوي محمد رسول حنفي د وزارت رهبرۍ له ځانګړې پاملرنې او د خیریه مؤسسې له همکارۍ مننه وکړه او له مسؤلینو یې وغوښتل چې د ټولنې له زیانمنو قشرونو، په ځانګړي ډول یتیمانو، کونډو او معلولینو ته لا زیاتې مرستې برابرې او د هغوی لاسنیوی وکړي.
