د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو د حقوقو د تثبیت نوی آمر معرفي او په کار یې پیل وکړ

nasrat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۶ - ۹:۲۴
mmd

په همدې موخه په جوړه شوې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د شهیدانو چارو رئیس محترم مولوي روح الله نصرت، د اداري او خدماتو رئیس محترم مولوي سردار محمد حبیب، د معلولینو د توانبخشۍ رئیس محترم مولوي عبدالنافع منتفع، د ډیټابیس او معلوماتو رئیس محترم الله محمد دوست او د شهیدانو چارو ریاست کارکوونکو ګډون درلود. 

د معرفي په دې غونډه کې د مالي او ادارې چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان د محترم مولوي شاه ولي د تجربو او سوابقو په اړه هراړخیزه خبرې وکړې او هغه یې د شهیدانو وارثینو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې یو مناسب شخص وباله. نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې په اداره کې تغییر او بدلون یو اصل وګاڼه او نوي آمر ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

محترم مولوي شاه ولي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لزوم دید پر اساس د یاد وزارت د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي له خوا د شهیدانو د حقوقو د تثبیت د نوي آمر په توګه د یاد ریاست کارکوونکو ته وروپېژندل شو.

 د شهیدانو د حقوقو د تثبیت د نوي آمر معرفي کولو په پروګرام کې د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي د یاد آمریت له کارکوونکو څخه وغوښتل چې په پوره همغږۍ سره ورسپارل شوې دندې ترسره کړي.

په دې غونډه کې د شهیدانو چارو رئیس محترم مولوي روح الله نصرت د یاد ریاست د کاري بهیر په اړه معلومات وړاندې کړل او محترم مولوي شاه ولي ته یې د شهیدانو د حقوقو د تثبیت د نوي آمر په توګه د ټاکل کیدو مبارکي وویله او په چارو کې یې نوموړي ته د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۱
Background image

به (۲۵) تن از ایتام مستحق شهر کابل کمک های نقدی توزیع گردید

وزارت امور شهداء و معلولین به همکاری یک شهروند آلمانی برای (۲۵) تن از ایتام نواحی مختلف شهر کابل برنامه آموزش های فنی و حرفوی را در بخش های خیاطی، نجاری، ترمیم موبایل و بخش های دیگری. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۱۵
Background image

توزیع کمک های مواد غذایی برای (۴۵۰) تن ایتام مستحق در وزارت امور شهداء و معلولین

وزارت امور شهداء و معلولین به منظور حمایت از خانواده‌های شهداء، رسیدگی درست به نیازهای روزمره آنان و فراهم‌سازی زمینه زندگی بهتر برای قشرهای آسیب‌پذیر جامعه، با همکاری مؤسسه بین المللی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۷
Background image

رئیس عمومی مالی و اداری وزارت امور شهداء و معلولین با رئیس عواید شاروالی ملاقات کرد

محترم مولوی کلیم‌الله افغان رئیس عمومی مالی و اداری وزارت امور شهداء و معلولین، با محترم مفتی شرافت رئیس عواید شاروالی ملاقات نمود که در جریان این دیدار، محترم مولوی محمد امین درویش. . .

BACK TO NEWS