د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د نصیر خیریه بنسټ تر منځ د څه باندې (۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ په موخه د نصیر خیریه بنسټ سره د (۵) میلیونه، (۸۲) زره او (۷۸۰) افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې په خوست او پکتیکا ولایتونو کې به (۲۳۲) تنو یتیمانو او کونډو ته په میاشتني ډول نغدي مرستې ووېشل شي، په دې ترتیب هر مستحق یتیم به (۸۵۸۰) افغانۍ او هره کونډه، به (۸۴۰۰۰) افغانۍ د یوه کال په موده کې ترلاسه کړي.
یاد هوکړه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د نصیر خیریه بنسټ مشر محترم عبدالباري سعید ترمنځ لاسلیک شو او د یو کال په موده کې به د یادو ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره په همغږۍ پلي شي.
محترم ملا صدوخان حق شناس د یتیمانو، کونډو او معلولینو سره د مرستو برابرولو په پار د نصیر خیریه بنسټ له مسؤلینو یې مننه او قدرداني وکړه او له هغوی وغوښتل چې د ژمي موسم په را رسیدو سره د دې اړمن او بیوزله قشر لپاره لا زیاتې مرستې چمتو کړي.
