د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د نصیر خیریه بنسټ تر منځ د څه باندې (۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
Thu, Nov 06 2025 10:08 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ په موخه د نصیر خیریه بنسټ سره د (۵) میلیونه،  (۸۲) زره او (۷۸۰) افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې په خوست او پکتیکا ولایتونو کې به (۲۳۲) تنو یتیمانو او کونډو ته په میاشتني ډول نغدي مرستې ووېشل شي، په دې ترتیب هر مستحق یتیم به (۸۵۸۰) افغانۍ او هره کونډه، به (۸۴۰۰۰) افغانۍ د یوه کال په موده کې ترلاسه کړي.

یاد هوکړه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د نصیر خیریه بنسټ مشر محترم عبدالباري سعید ترمنځ لاسلیک شو او د یو کال په موده کې به د یادو ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره په همغږۍ پلي شي.

محترم ملا صدوخان حق شناس د یتیمانو، کونډو او معلولینو سره د مرستو برابرولو په پار د نصیر خیریه بنسټ له مسؤلینو یې مننه او قدرداني وکړه او له هغوی وغوښتل چې د ژمي موسم په را رسیدو سره د دې اړمن او بیوزله قشر لپاره لا زیاتې مرستې چمتو کړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS