د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست آمر محترم حافظ محمد اقبال په مشرۍ یو پلاوي چې د دې ریاست اړوند مدرس محترم مولوي علي احمد او محترم مولوي نورمحمد یې ملتیا کوله، نیمروز ولایت ته یې د سفر پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست اړوند د دعوت او ارشاد له چارو څخه یې هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه.
نوموړي پلاوي کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد چارو په هکله لازمې سپارښتنې وکړې، د دعوت او ارشاد له مسؤل سره یې یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.