په کابل ولایت کې پر (۱۲۰۰) مستحقو کورنيو باندې د قربانۍ د غوښو وېش
د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ځینو خیریه مؤسسو په همکارۍ، د ټولنې له اړمنو قشرونو څخه د ملاتړ په موخه، د کابل ولایت اړوند د قره باغ، شکر درې او بګرامي ولسوالیو د شهیدانو او معلولینو (۱۲۰۰) مستحقو کورنیو ته د قربانۍ غوښې وویشلې.
یادې مرستې د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا شیرمحمد صمیم، د وزارت د پروژو د تطبیق څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار او د خیریه مؤسسو د مسؤلینو په حضور کې په شفاف او منظم ډول ووېشل شوې.
د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسؤلینو د دې مرستو د وېش اصلي موخه د اختر په خوښیو کې د یتیمانو او معلولینو پر څېرو د موسکا راوستل او د هغوی لپاره د ټولنیز ملاتړ او همدردۍ روحیې لا پیاوړي کول یاد کړل.