د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس په دې ولایت کې د یوناما دفتر له سیاسي مسؤلې سره وکتل

د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم شاه ولي احمدي په دې ولایت کې د یوناما دفتر له سیاسي مسؤلې آغلې سارادیمول سره وکتل، په دې کتنه کې یتیمانو، کونډو او معلولینو سره د بشري مرستو د دوام په هکله خبرې وشوې.
د بامیانو ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ملاتړ لپاره د ملي او نړیوالو خیریه بنسټونو او مؤسسو بشري مرستې مهمې او اړینې وبللې او زیاته یې کړه: دا ریاست هڅه کوي چې د ټولنې اړمن قشر ته د خیریه بنسټونو او مؤسسو څخه زیاتې مرستې راجلب کړي ترڅو د هغوى اقتصادي ستونزې په سمه توګه حل شي.
په ورته وخت کې په دې ولایت کې د یوناما د سیاسي دفتر مسؤلې هم ژمنه وکړه چې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ملاتړ په برخه کې به همکاري وکړي