په پروان ولايت کې (۱۶۷) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړې
په پروان ولايت کې د احساس خیریه مؤسسې له لوري او د یاد ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست په همغږۍ پر (۱۶۷) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د خوراکي توکو مرستې چې په هغه کې اوړه، وريجې، غوړي، لوبیا، بوره، مالګه او چای شامل وو، وویشل شوې.
د یادو مرستو د ویش پر مهال د پروان ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست د یادې مؤسسې له مسؤلینو څخه مننه وکړه او له هغوی وغوښتل تر څو د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو ته لا زیاتې مرستې چمتو کړي.