د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست او د افغانستان برښنا شرکت ترمنځ د اداري پروسو د ساده کولو په موخه تطبیقي هوکړه لیک لاسلیک شو

nasrat_admin
Sun, Oct 01 2023 3:10 PM
mmd

د اداري پروسو د ساده کولو تطبیقي هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیس محترم مولوي عبدالحنان عارف الله تر منځ لاسلیک شو.

په هغه پروګرام کې چې په همدې موخه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې د غونډو په تالار کې جوړ شوی وو، په هغه کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند، د چارو ادارې عمومي رئیس محترم شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیس محترم مولوي عبدالحنان عارف الله، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او ادارې چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د برښنا شرکت تجارتي رئیس مولوي عبدالرحمن رحماني، د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې  رئیس محترم مولوي غلام حیدر شهامت، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئیس محترم قاري شاه محمد دوست، د یاد وزارت د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي او د دې وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم فیصل خاموش  او د اړوندو ادارو یو شمېر رئیسانو برخه اخيستې وه.

په دې پروګرام کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د اداري پروسو د آسانتیاوو پر اهمیت هراړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه: په ادارو کې د اداري پروسو د ساده کولو بهیر د وخت د ضایع کیدو او کاغذ پراني مخه نیسي او د کار د آسانتیا سبب ګرځي، لګښتونه کموي، عواید زیاتوي، او په اداري چارو کې ګړنديتوب رامنځ ته کوي، مراجعینو ته په شفاف او معیاري توګه خدمتونه وړاندې کیږي چې له مخې یې په ادارو کې ستراتیژیک پلانونه په منظم ډول تطبیق کیږي.

هغه همدا راز زیاته کړه: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته چې ډیر مظلوم  او د ترحم وړ قشر دی، خدمتونه وړاندې کوي، د افغانستان اسلامي امارت ویاړ لري چې تیر کال یې د پام وړ بودیجه دې وزارت ته ځانګړې کړې وه او سږ کال یې هم د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته کافي بودیجه په اختیار کې ورکړې ده چې د هغې له مخې د اسلامي امارت د شهیدانو ورثو او معلولینو او همدارنګه د تیرې ادارې کونډو، یتیمانو او معلولینو ته له هر ډول توپیر پرته حقوق ورکول کیږي.

نوموړي همداراز زیاته کړه: د شهیدانو ورثو او معلولیت لرونکو وګړو کفالت د اسلامي امارت مسؤلیت دی او همداراز اسلامي امارت ټولو هېوادوالو ته د غوره خدمتونو په وړاندې کولو ژمن دی، هغه همداراز له مسؤلینو څخه وغوښتل تر څو له مراجعینو سره له نیکو اخلاقو او غوره چلند څخه کار واخلي.

په دې پروګرام کې د چارو ادارې عمومي رئیس محترم شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور د یاد هوکړه لیک پر ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه: په اداري چارو کې د ساده سازۍ پروسه یوه اساسي اړتیا ده چې د هغې له مخې د سپارل شویو دندو پر مخته وړلو کې آسانتیاوې رامنځ ته کیږي او د مراجعینو ستونزو ته پر وخت رسیدګي کیږي.

په دې پروګرام کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان د اداري پروسو د ساده کولو پر ارزښت او اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اداري پروسېجرونه مسلکي او تخنیکي دي او دې وزارت د شهیدانو ورثو او معلولیت لرونکو وګړو د حقوقو په ورکړه کې د ښه شفافیت د رامنځ ته کولو په موخه د هېواد په ګوټ ګوټ کې د بانکي سیسټم له لارې له هر ډول تبعیض پرته هغه که د اسلامي امارت د شهیدانو ورثې دي او که د تیرې ادارې پاتې شوې کونډې او یتیمان دي، د هغوی حقوق پر وخت ورکول کیږي.

نوموړي همداراز وویل: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دې اړمن قشر (یتیمانو، کونډو او معلولینو) پر وړاندې مسؤل دی تر څو هغوی ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې آسانتیاوې رامنځ ته کړي، هغه زیاته کړه: دې وزارت له فتحې وروسته تر ډیره کچه اداري پروسې ساده کړې او څه موده وړاندې چې یاد وزارت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست سره هوکړه لیک لاسلیک کړ ځینې نورې برخې یې هم د دې پروسې تر پوښښ لاندې راغلې.

 په دې پروګرام کې د افغانستان برښنا شرکت تجارتي رئیس محترم مولوي عبدالرحمان رحماني د یاد تطبیقي هوکړه لیک پر ارزښت خبرې وکړې زیاته یې کړه: یاد هوکړه لیک به د اداري چارو پر مخته وړلو کې په پوره توګه شفافیت او مؤثریت رامنځ ته کړي چې په پلې کیدو سره به یې اداري فساد او کاغذ پراني له منځه لاړه شي.

نوموړي د اسلامي امارت د مجاهدینو د سرښندنو او قربانیو په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل: د اسلامي امارت مجاهدینو په تیرو شلو کلونو کې له اشغالګرو څخه د هېواد د آزادۍ او د اسلامي نظام د تنفیذ په برخه کې بې شمیره قربانۍ ورکړې دي چې د الهي نصرت په مرسته په هیواد کې اسلامي نظام رامنځ ته شو.

همداراز په دې پروګرام کې د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې  رئیس محترم مولوي غلام حیدر شهامت د یاد تطبیقي هوکړه لیک پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل: د دې پروسې پلې کیدل چې د تیر کال را په دیخوا په دې ادارې کې پیل شوې وه، په پلي کیدو سره یې تر ډیره کچه په اداري چارو کې چټکتیا رامنځته او د وخت د ضایع کیدو او همدارنګه د فساد مخه نیول شوې ده.

د یاونې وړ ده چې څه موده وړاندې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اداري پروسو د ساده کولو په موخه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له ریاست سره هوکړه لیک لاسلیک کړی وو چې د هغې پر بنسټ یې تطبیقي هوکړه لیک لاسلیک کړ.

Latest news

Tue, Aug 10 2021 9:16 AM
Background image

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری  وزارت  مالی واداری ریاست لوازیمنی  تعیین‌له‌دی

پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری،ملی شورا نینگ اعضالری،جمهوری ریاست وکیلی، وزارت ایشچیلری و باشقه‌لر ضیاالحق فضلی‌نی مالی واداری سرپرست  ریاست لوازیمیگه  تعین‌له. . .

Wed, Aug 04 2021 10:01 AM
Background image

سرپرست وزارت امور شهدا و معلولین از شعبات و دفاتر کاری وزارت دیدن نمود

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری وزارت ایشچیلری بیلن اوچرشدی.

     پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری وزارت نینگ ایشچیلری بیلن اوچرشیب اولرنینگ قیینچیلیک و. . .

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری خانم سیما غنی دولت‌میز نینگ بیر تحقیقات‌چیسی بیلن اوچرشدی

پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری خانم سیما غنی افغانستان تحقیقات‌چیسی بیلن اوچرشیب شهیدلر ورثه سی و ناگرانلر تورمیش طرزینی حقیده تولیق بحث لشدی.

فاروقی جنابلری. . .

BACK TO NEWS