د پروان ولایت د نظامي او ملکي شهیدانو او معلولینو د ۱۳۹۹کال د حقوقو ورکړې راپور

content_admin
CSD

د پروان ولایت د نظامي او ملکي شهیدانو او معلولینو د ۱۳۹۹کال د حقوقو ورکړې راپور
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د رهبرۍ د پرېکړې پر بنسټ د پروان ولایت نظامي او ملکي معلولینو ته د ۱۳۹۹ کال حقوقو ورکړه پیل شوې ده.
د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت د راپور پر اساس د دې ولایت اړوند د (۱۲۶۵) نظامي شهیدانو د شپږو میاشتو حقوقو تر کار لاندې دي او (۱۶۰۶۱۴۲۹۹) افغانۍ بودیجه ورته ځانګړې شوې ده.
(۱۰۰) تنو نظامي معلولینو د شپږو میاشتو حقوق ترلاسه کړي دي او دوی ته (۷۵۱۶۸۲۴) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې وه. د پاتې (۸۷) کسانو حقوق هم تر کار لاندې دي او دوی ته (۱۱۱۷۳۹۳۹) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده.
د (۸۳۸۳) ملکي شهیدانو حقوق تر کار لاندې دي او د یو کال لپاره ورته (۳۱۴۷۱۶۹۳۲) افغانۍ بودیجه په پام کې نیول شوې ده. همدارنګه (۵۴۰۰) ملکي معلولینو ته (۲۵۱۶۱۷۰۶۱) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې او حقوق یې تر کار لاندې دي، چې ژر به یې بانکي حسابونو ته ولېږل شي.

خبرتیاوې

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۷ - ۱۳:۴۶
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو ولايتي رياستونو د پام وړ خبرتيا !

 لکه څرنګه چې تاسو ته بهتره معلومه ده د شهيدانو ورثه ؤ او معلولينو د پالنې مرکز له لوري د فني او حرفوي زده کړو په موخه هر ولايت ته  سهم ورکړل شوی ؤ دا چې اوس يادې زده کړې د روان ۱۴۴۶ ه . . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۳ - ۱۶:۱۵
Background image

مستقبل د لوړو زده کړو موسسی خبرتیا

د مستقبل د لوړو زده کړو موسسه د افغانستان د اسلامي امارت د مجاهدینو او کارکوونکو د علمي سویی او ظرفیت لوړاوی په موخه په لاندي پوهنځیو کې د ځانګړي تخفیف په ورکولو سره د ۱۴۰۱ لمریز . . .
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۱۰:۳۲
Background image

خبرتیا!

د ملی عمل درېیم پروګرام کې د شمولیت په مو خه د ټولنې بېلابېلو پر ګنو وړاندېز شویو موضوع ګانو را ټولولو په موخه د افغانستان پرانیستې دولت دارۍ مشارکت اعلامیه

Back to announcements