د نظامي شهیدانو کورنیو ته د ځمکې د وېش په اړه

content_admin
mmd

د نظامي شهیدانو کورنیو ته د ځمکې د وېش په اړه:

ټاکل شوې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د هېواد د نظامي شهیدانو کورنیو ته ۵۵ زره جریبه استوګنیزه ځمکه د نمرو په بڼه ووېشي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت وزیر ښاغلي جواد پیکار ملت ته د حساب ورکولو برنامه کې وویل، چې د نظامي شهیدانو وارثینو ته د ځمکې ورکولو په موخه یې د تېر یو کال په اوږدو کې ۵.۵ میلیونه جریبه دولتي ځمکه او ۵۰۰ زره جریبه څړ ځایونه سروې او ثبت کړي دي.

دا ځمکې به د جلالتماب جمهور رییس د حکم او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت پلان سره سم د نورو اړوندو اداره سره په همغږۍ ووېشل شي او د وېش له پیلیدو سره به د نظامي شهیدانو وارثینو ته خبر ورکړل شي.

په دې اړه نور معلومات به د دې پروسې له نهایي کېدو سره سم ستاسې سره شریک شي.

 

خبرتیاوې

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۰
Background image

خبرتیا!

 

خبرتیا!

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د علمي او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه، د ملي پوهنتون سره په همغږۍ د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۱:۴
Background image

خبرتیا!

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روان ۱۴۰۵ مالي کال د بودجې له منظورېدو سره سم، په ټول هېواد کې د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د بانکي سیسټم له لارې د لومړۍ ربعې د . . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۱۷
Background image

خبرتیا!

د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز، چې په کابل ښار کې موقعیت لري، په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ هـ.ل کال په لړ کې د یتیمانو، معلولینو او د معلولیت لرونکو وګړو اولادونو لپاره په لاندې . . .

Back to announcements