Discusses problems of families of martyrs and people with disabilities in Herat province

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۴ - ۱۲:۱۲
mmd

په هرات ولایت کې د شهیدانو د کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ستونزو پر څرنګوالي خبرې وشوې

په ولسي جرګه کې د هرات د خلګو استازی ښاغلي نذیر احمد حنفي د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي سره وکتل او په هرات ولایت کې د شهیدانو د کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو پر شته ستونزو، ناخوالو او نورو مختلفو موضوعاتو یې خبری وکړی.
په دې ناسته کې د ۱۳۹۹ کال پر بودیجې او د معلولیت لرونکو وګړو د حقوقو د قانون پر مسودې هم خبری وشوی. ښاغلي آریوبي وویل، چې د ولسي جرګې وکیلان د روڼتیا په رامنځته کولو، د بایومټریک پروسې په تطبیق او نورو اړینو چارو کې رغنده نقش لوبوي او هیله یې وکړه چې وکیلان به د وزارت د پلانونو په تطبیق کې بشپړ همکاری وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۳۷
Background image

په کندهار ولایت کې (۲۶) تنو مستحقو کسانو ته زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو او معلولینو لپاره د دوامداره اقتصادي ملاتړ په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۶) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغانستان د پراختیا او بیارغونې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د افغانستان د پراختیا او بیارغونې (ARGO) مؤسسې سره د (۱۴۵) زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۹:۳
Background image

په فراه ولایت کې (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو ته مرستې ووېشل شوې

د فراه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د مستحقو یتیمانو د مالي ملاتړ په موخه د نداء الخیر مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۰) تنو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق ته څه باندې. . .

BACK TO NEWS