د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس چهاربولک ولسوالۍ ته سفر وکړ

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۰

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي جان محمد حکمت چې د یاد ریاست مالي او اداري عمومي مدیر یې ملتیا کوله، د بلخ ولایت چهاربولک ولسوالۍ ته یې د سفر په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو مدیریت له کړنو او اجراآتو څخه ارزونه ترسره کړه او د شهیدانو او معلولینو چارو مدیر ته یې د یتیمانو، کونډو او معلولینو ستونزو ته د ښې رسیدنې په موخه سپارښتنه وکړه.

همداراز د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د چهاربولک ولسوالۍ له ولسوال محترم قاري ګلاب الدین او یو شمېر نورو مسئولینو سره په لیدنه کې د شهیدانو د کورنیو او معلولینو د ملاتړ پر اهمیت خبرې وکړې او وې ویل چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د یتیمانو په کورنیو او معلولینو ډیر مهربانه او هغوی ته ځانګړې پاملرنه لري او په کار ده چې د دې قشر لپاره لا زیاتې مرستې برابرې او د هغوی ستونزو او غوښتنو ته ښه رسیدنه وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۰
Background image

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس چهاربولک ولسوالۍ ته سفر وکړ

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي جان محمد حکمت چې د یاد ریاست مالي او اداري عمومي مدیر یې ملتیا کوله، د بلخ ولایت چهاربولک ولسوالۍ ته یې د سفر په ترڅ کې د شهیدانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱۰
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرکزي او ولایتي ریاستونو په چارو کې د شفافیت د معلومولو، د اداري کارونو د کیفیت د لوړولو، د شته ستونزو او نیمګړتیاوو د لا ښې پېژندنې او د اغېزمن. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۴۰
Background image

په بغلان ولایت کې (۲۰) تنو مستحقو یتیمانو ته نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د التراحم خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰) تنو یتیمانو نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق یتیم ته (۱۰۰۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ورکړل شوې. . .

BACK TO NEWS