د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کارکوونکو لپاره درې‌ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۱:۴۳

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د کارکوونکو د کاري وړتیاوو د لوړولو او د چارو د لا ښه ترسره کولو په موخه، د دغه ولایت د ټولو ولسوالیو د مدیرانو لپاره درې‌ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل کړ.

په دغه روزنیز ورکشاپ کې ګډونوالو ته د نوي برېښنايي سیسټم، د محاسبې او تأدیاتو د برخو، همدارنګه یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د میاشتنیو نغدي مساعدتونو د ورکړې د څرنګوالي په اړه لازمې مسلکي زده‌ کړې وړاندې کېږي.

همداراز د ورکشاپ په ترڅ کې د مراجعینو لپاره د خدمتونو د وړاندې کولو د بهیر د ښه والي، د لازمو اسانتیاوو د برابرولو او د اړوندو چارو د لا اغېزمن ترسره کولو په موخه به هم ګډونوالو ته روزنه ورکړل شي.

د یاد ورکشاپ موخه د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړول، د اداري چارو معیاري کول او د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د خدمتونو د کیفیت ښه والی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم الحاج ملا عبدالقاهر فېروز په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په‌ هغې کې‌ د اړوندو  ولسوالیو ټولو مدیرانو ګډون کړی وو.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۹:۱۷
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یاد ولایت محمدآغې ولسوالۍ ته سفر وکړ

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد رفیق هاشمي چې د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم مدیر یې ملتیا کوله، یتیمانو، کونډو او معلولینو ته یې د خدمتونو د وړاندې کولو له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۵:۲۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو، معلولینو او له ګاونډیو هېوادونو څخه بېرته راستانه شوو هېوادوالو اقتصادي ستونزو ته د ښې رسیدنې او د هغوی د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د (. . .

BACK TO NEWS