د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یاد ولایت محمدآغې ولسوالۍ ته سفر وکړ
د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد رفیق هاشمي چې د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم مدیر یې ملتیا کوله، یتیمانو، کونډو او معلولینو ته یې د خدمتونو د وړاندې کولو له بهیر او د یادې ولسوالۍ د شهیدانو او معلولینو چارو مدیریت د کړنو او فعالیتونو د ارزونې په موخه د محمدآغې ولسوالۍ ته سفر وکړ.
محترم مولوي محمد رفیق هاشمي د محمدآغې ولسوالۍ له معاون او یو شمېر نورو مسؤلینو سره په لیدنه کې د شهیدانو د کورنیو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي پر اهمیت خبرې وکړې.
نوموړي همداراز د شهیدانو دځينو کورنیو سره له نږدې وکتل، د هغوی احوال یې واخیست او ورسره یې یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.
