په ننګرهار ولایت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۱

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو او معلولینو ورځنیو اړتیاوو ته د رسیدنې په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو او ماشومو معلولینو باندې د خوراکي توکو مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي او نور اړین خوراکي توکي شامل وو، په عادلانه او شفاف ډول ووېشل. د مرستو د وېش پر مهال د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم محمد صابر ځواک د یادې خیریه مؤسسې له لوري یتیمانو ته د مرستو ترسره کولو په پار قدرداني وکړه، د یتیمانو او معلولینو لاسنیوی یې یو مهم انساني او اسلامي مسؤلیت وباله او د خیریه مؤسسو او بنسټونو یې وغوښتل چې د ټولنې له دې اړمن او باعزته قشر لپاره مرستې برابرې او د هغوی ملاتړ وکړي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۳
Background image

خبرتیا!

خبرتیا!

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د علمي او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه، د ملي پوهنتون سره په همغږۍ د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۰:۵۹
Background image

په لغمان ولایت کې (۶۲) تنو مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل شول

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د معلولینو ستونزو ته د ښې رسيدنې په موخه، د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ (۶۲) مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل او هر معلول ته یوه اندازه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۳:۱۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۶۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۶۵۰) تنو یتیمانو،. . .

BACK TO NEWS