د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د روان مالي کال د دویمې ربعې د میاشتنیو نغدي مساعدتونو د وېش پر څرنګوالي بحث او خبرې وشوې. په همدې موخه، اړوندو کارکوونکو ته لارښوونه وشوه چې نغدي مساعدتونه د اصولو او مقرراتو له مخې، په بشپړ شفافیت او دقت سره مستحقینو ته حواله کړي.

همداراز، په غونډه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د هغه شفاهي حکم د تطبیق په اړه هم بحث وشو چې د ځیرکو ټلیفونونو د نه کارونې په تړاو صادر شوی دی، له ټولو کارکوونکو وغوښتل شول چې یاد حکم په خپلو ورځنیو چارو او دندو کې په جدي او مسؤلانه توګه عملي کړي.

سربېره پر دې، د اداري چارو د لا ښه تنظیم، د همغږۍ د پیاوړتیا، د کاري نظم د تأمین او د خدمتونو د کیفیت د لوړولو په موخه اړوندو کارکوونکو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۴:۵۹
Background image

په کاپيسا ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو مرستې ترلاسه کړې

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او د هغوی اقتصادي ستونزو ته د ښې رسیدنې په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۴:۵۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د بېړنیو حالاتو پر وخت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کوونکې (HHERO) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او کونډو د اقتصادي ځان‌بسیاینې په موخه، د بېړنیو حالاتو پر وخت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کوونکې (HHERO) مؤسسې سره د (۱۸۲) زره او (۹۷۰) ډالرو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۴:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې پر (۴۰۰) مستحقو کورنیو مرستې ووېشل شوې

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست، د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې په همغږۍ د یتیمانو، کونډو او معلولینو پر (۴۰۰) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS