په کاپیسا ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې
د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي، ځينې نور خوراکي توکي، همداراز قرطاسیه باب او د حفظ الصحې توکي شامل وو، په عادلانه او منظم ډول ووېشل.
د مرستو د وېش پر مهال د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوی ګل خان ګل محمد او د خیریه مؤسسې مسؤلينو شتون درلود.
