د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند له لوري د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یوه محراب جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند له لوري د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یوه محراب جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه، په دې مراسمو کې د بامیان ولایت والي محترم قاري ګل حیدر شفق، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم علی خان احمدی، د مرکزي تفتیش آمر محترم مولوي امان الله جمالي، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ادغام آمر محترم ملا ابراهیم شاه خلیل او یو شمېر مجاهدینو حضور درلود.
محترم وزیر صاحب په دې مراسمو کې د جوماتونو جوړول د اسلامي ټولنې له اساسي اړتیاوو څخه وبلل او دا یې د دیني ارزښتونو د پیاوړتیا، د ایماني روحیې د تقویت او د سالم معنوي چاپېریال د رامنځته کولو لپاره یو مهم ګام وباله او ټینګار یې وکړ چې د شهیدانو د ارمانونو ساتنه او د هېواد د آبادۍ لپاره هڅې د ټولو هېوادوالو ګډ مسؤلیت دی او د دغو موخو ښه تحقق ګډې همکارۍ، اخلاص او هڅو ته اړتیا لري.
همداراز د بامیان والي محترم الحاج قاري ګل حیدر شفق د دې پروژې د پیل کیدو څخه خوښي وښوده، د دیني او ټولنیزو بنسټونو د بیا رغونې او پراختیا پر اهمیت یې ټینګار وکړ، د جوماتونو جوړول یې د اسلامي شعایرو د پیاوړتیا، د دیني کلتور د ترویج او د ټولنې د معنوي بنسټونو د ټینګښت لپاره مهم وباله.
محترم علي خان احمدي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مشرتابه او د ولایت مقام له ځانګړې پاملرنې او ملاتړ څخه قدرداني وکړه او وې ویل چې د دې جومات جوړول د یاد ریاست له اساسي لومړیتوبونو څخه وو، چې له نېکه مرغه نن یې عملي چارې پیل شوې.
یاد جومات چې په یو وخت کې د سل تنو لمونځ کوونکو ظرفیت لري، په جوړېدو سره به یې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د کارکوونکو او مراجعینو ستونزې حل شي.
