په بغلان ولایت کې د فني او حرفوي زده کړو پروګرامونو د پلي کېدو لپاره د استادانو د ګمارنې په موخه ازموینه واخیستل شوه

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۳۸

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري، د افغان ماشومانو او ښځو د ملاتړ او اړتیاوو پوره کولو مؤسسې (SCANOW) په همکارۍ، د دهنه غوري ولسوالۍ د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د اقتصادي ځان‌بسیاینې په موخه د فني او حرفوي زده کړو پروګرامونو د پلي کېدو لپاره د استادانو د ګمارنې په موخه ازموینه واخیستل شوه.

په دې ازموینه کې (۷۰) تنو په شرایطو برابر کسانو د ازادۍ سیالۍ له لارې ګډون کړی وو، چې د‌ یادې ازموینې بهیر د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست استازو او د یو شمېر نورو ادارو د مسؤلینو په شتون کې په پوره شفافیت سره ترسره شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۳۰
Background image

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي چې د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي او د مالي او حسابي چارو رئیس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۲۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، ځینې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت لپاره نوی آمر معرفي شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت محترم مقام د لزوم دید پر اساس محترم ملا عبدالحکیم دانش په دې وزارت کې د شهیدانو او معلولینو چارو د نوي آمر په توګه کارکوونکو ته د مالي او اداري چارو. . .

BACK TO NEWS