په بغلان ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو کسانو سره د خوراکي توکو مرستې ترسره شوې

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۵۳
mmd

د بغلان ولایت شهيدانو او معلولينو چارو ریاست د یوه ملي تاجر محترم الحاج مبارز برکت زي په مالي همکارۍ پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې خوراکي توکي ووېشل.

د مرستو د وېش پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس الحاج ملا احسان الله عابد د شهیدانو د کورنیو او معلولینو ملاتړ د ټولو ګډ مسؤلیت وباله او د ملي تاجر له سخاوتمندانه همکارۍ څخه يې مننه وکړه او له نورو خیریه بنسټونو څخه یې وغوښتل چې د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره مرستې برابرې کړي، څو د هغوی لاسنیوی او ملاتړ وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۳۷
Background image

په کندهار ولایت کې (۲۶) تنو مستحقو کسانو ته زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو او معلولینو لپاره د دوامداره اقتصادي ملاتړ په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۶) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغانستان د پراختیا او بیارغونې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د افغانستان د پراختیا او بیارغونې (ARGO) مؤسسې سره د (۱۴۵) زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۹:۳
Background image

په فراه ولایت کې (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو ته مرستې ووېشل شوې

د فراه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د مستحقو یتیمانو د مالي ملاتړ په موخه د نداء الخیر مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۰) تنو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق ته څه باندې. . .

BACK TO NEWS