د شهیدانو کورنیو سره د خوراکي او اړینو توکو مرسته وشوه

mmd_admin
شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۳ - ۸:۵۳
1

د شهیدانو کورنیو سره د خوراکي او اړینو توکو مرسته وشوه

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له لوري د شهر دوبی هوټل، د پولیتخنیک زده کړیالانو پر کاروان د شوي برید او د غزني ولایت د جګړې قربانیانو له کورنیو سره د خوراکي او اړینو توکو مرسته وشوه.

دغه مرسته شوي توکو کی چې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت او د کومک(COMAC) موسسې په همکارۍ وویشل شول اوړه، وریجی، چای، لوبیا، غوړي، صابون او د لوښو مینځلو مایع پکې شامل دي.

یاد شوي توکي وروسته له سروې او دقیق څیړني مستحقو کسانو ته ووېشل شوه.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له لوري په مرکز او ولایتونو کې د دغه مرستو لړۍ دوام لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۴۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا له یو شمېر علماوو او سوداګرو سره لیدنه وکړه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا د یو شمېر علماوو او سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل، د دې لیدنې پر مهال د دفتر رئیس محترم مولوي شاه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه څاګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په هڅو او د (HHRD) نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ، په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۱
Background image

په کندز ولایت کې (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې د خوراکي. . .

BACK TO NEWS